IQNA

په پاکستان کې د اورګاډي د برمته شوو کسانو د آزادولوعملیات پاي ته ورسیدل

6:51 - March 13, 2025
د خبر لمبر: 3490793
ایکنا - د پاکستان پوځ  په بلوچستان صوبې کې د مسافری اورګاډي  باندې  له ترهه ګرۍ حملې ۲۴ ساعته وروسته د زیاتره مسافرانو په آزادولو سره  خپل ژغورونکي عملیات پاي ته رسولي  او په دغو عملیاتو کې ئې  ۳۳ برمته ګر  هلاک کړي او د څلورو امنیتی مامورانو پشمول ۲۵ کسان هم په  دغې شخړې کې  وژل شوي دي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړی، د پاکستان خبری چینلونو  د بلوچستان صوبې   په بولان صحرائي سیمې کې  د پوځي عملیاتو د ختمیدا په اعلانولو سره  چې  تیره ورځ  یو مسافری اورګاډی  دبلوچستان آزادي غواړي ځواک  ترهه ګرو عناصرو  په  څه  دپاسه ۴۴۰مسافرانو سره برمته کړی ؤ ، راپور ورکړی چې  ټول ۳۳ ترهه ګر  چې ددغې پيښې اصلي برمته کونکي  و، پاکستان د امنیتی ځواک په عملیاتو کې  وژل شوي دي.

جزئیاتی از تصرف قطار در پاکستان؛ تهدید کشتن همه گروگان‌ها

د پاکستان د پوځ ویندوي  څو ساعته مخکې د اورګاډي د مسافرانو دبرمته ګرۍ  د ختمیدا په اعلانولو سره  وئیلي دي، په دغې پيښې کې څلورو پوځيانو ، او ۲۱ مسافرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د  بلوچ آزادي  او بیلتون غواړي ځواک مسئولانو  د دغې پيښې په پيل کې  د اورګاډی د برمته کیدا   او حملې مسئولیّت په غاړه اخستی او ګواښ ئې کړی ؤ  چې که د پوځی له خوا ورباندې عملیات و شي ،نو د نیول شوو پوځیانو پشمول ټول مسافران  به ووژني . داپه داسې حال کې دي چې  دپاکستان په بلوچستان اوخیبر پختونخوا صوبو  کې له تیرو څو کلونو راهسې  تکفیری ترهه ګرو او بیلتون غواړو  د ولس او حکومتي کارمندانو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې ددغو جنایتکارو او پيّلو ډلوټپلو  د وحشي ترهه ګرو په لاس خلک د خپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړي ،دخیبر پختونخواصوبې د کورمې ضلعې د پاراچنار خلکو په ضد ترهه ګرو د ځینو حکومتي کړیو په ملتیا سره  له تیرو شپږو میاشتو راهسې حتی د روژې په مبارکې میاشتې کې  هم د ټل پاراچنار ستره لاره تړلې ده او حکومتي او پوځي  اورګانونه  ددغې لارې په پرانیستلو  او د خلکو د ژوند په خوندي ساتلو کې پاتې راغلي  او په دغې مودې کې د پاراچنار څه دپاسه  اتو سوو کسانو  ژوند له لاسه ورکړی  چې په هغو کې ماشومان او ښځې  هم ترسترګو کیږي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/12/22/3274223

captcha